د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې بازار کې د خیبر بازار ۶۰۰ متره سړک چې چارې یې درې میاشتي مخکې پیل شوې په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د ښرنې ښاروال محمد ناصر هلال وویل چې اوس په ښار کې د بیارغولو چارې د ښار په بېلابېلو برخو کې روانې دي، چې په نږدې وخت کې به ځیني پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. نوموړي د خیبر بازار له مسوولېنو نه مننه وکړه، چې خپله سرمایه یې په ښار کې مصرف کړې او د ښاروالۍ له ټولو اصولو سره سمې یې چارې مخته وړې دي. د خیبر بازار د سړک جوړولو مسوول بخت محمد وویل، د خیبر بازار سړک چې چارې یې درې میاشتي مخکې پیل شوې وې، ۶۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري، چې ۱۳ میلیونه افغانۍ لګښت په پاخه ډول جوړ شو.
































