تهران کې د افغانستان د سرپرست حکومت او ایراني چارواکو ترمنځ د ایران – افغانستان د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمیسیون ناسته شوې ده. په دغه ناسته کې، د سوداګرۍ برخه کې پر ګډ ډلییز کار، ټرانزیټ، لېږد رالېږد، ګمرک او چاپیریال اړوند موضوعاتو خبرې شوي دي. یاده ناسته کې د ګډون لپاره د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، په مشرۍ د سرپرست حکومت پلاوی تېره ورځ تهرانه ته رسېدلی دی.
































