په اسلام اباد کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفیر، د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د زرګونه افغان کډالو د ثبت په بهیر کې د ځنډ له امله، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ، پر نه پاملرنې نیوکه کړې. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې ۸ زره افغان کډوال د خپلو ستونزو د حل لپاره په تمه دي، د دغه دفتر فعالیت په هېڅ حساب دی. هغه ویلي چې، هره ورځ د ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زرو کورنۍ ثبت کیږي، چې دغه بهیر باید د بشري ناورین څخه د مخنیوي په موخه چټک شي.
































