د بلخ ولایتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د ۳ شبکو او ۳ سر پټو حوضونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت په بلخ او چمتال ولسوالیو کې د همکارو موسسو په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۶ شبکو جوړولو چارې پيل شوې دي. د یادو شبکو په جوړولو سره به زر کورنۍ په مستقیمه توګه او ۲۰ کسان په غیرمستقیمه توګه ګټه پورته کړي.
































