د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې د تېر کال په اپریل کې د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا د نشه یي توکو د بندیز له کبله د کوکنارو کښت په سلو کې ۹۵ کم شوی دی. په دغه راپور کې راغلي، چي د دوی د ارزونو پر بنسټ د افغانستان په ټولو برخو کې د کوکنارو کښت په ټول افغانستان کې له ۲۳۳ زره هکتارو څخه لس زره اته سوه هکتارو ته راټيټ شوی دی. د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمنو سره د مبارزې د ادارې د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د نشهیي توکو د کښت له منع کېدو وروسته، په ۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۹۵ ته راټیټ شوی دی. همدارنګه د دوی سروې ښیي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د تریاکو حاصلات ۶۲۰۰ ټنه ول؛ خو په ۲۰۲۳ کال کې یې حاصلات ۳۳۳ ټنو ته راټیټ شول. د دغه راپور په یوه برخه کې ټینګار شوی، چې د بزګرانو د پیاوړتیا او په کلیو کې بزګرانو ته د بدیل کښت د برابرولو لپاره ډېرو نورو هڅو ته اړتیا ده.
































