د پاکستان حکومت دغه هېواد کې مېشت هغه افغانان له جبري ایستلو مستثنا کړل چې امریکا کې مېشتېدو ته انتظار دي. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې لنډمهالي حکومت امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د هغو افغانانو له نیولو ډډه وکړي چې امریکا ته کډوال کیږي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره اونۍ د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي وو چې، هغو افغانانو ته خپلو خاورو ته د ورتګ اجازه ورکړي چې د نړۍوال خوندیتوب په لټه کې دي.
































