د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په پروان ولایت کې د ۳۲ کیلومتره کلیوالي سړکونو د بیارغولو چارو د پیل خبر ورکړی دی. دغه وزارت ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي مرسته د پروان په کوه صافي ولسوالۍ کې د ۳۲ کیلومترو په اوږدوالي د کلیوالي سړکونو د بیا رغولو چارې پیل شوې. یاد وزارت همدارنګه زیاته کړې، چې په یاده پروژه کې ۴۷۸ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه او هر کاریګر ته به د میاشتې ۶۴۰۰ افغانۍ نقدې پیسې ورکړل شي. دغه پروژه به د څلورو میاشتو لپاره دوام ولري او په بشپړېدو سره به یې د نوموړې ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.
































