د افغانستان د سرپرست حکومت قاضي القضات پر غزې د اسرائیلو بریدونه غندلي او له نړیوالې محکمې یې غوښتي، چې د دغو جنایتونو د دورولو په اړه چټکه پرېکړه وکړي. د سترې محکمې له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اسرائيلو زرگونه فلسطينيان وژلي، روغتونونه، جوماتونه او کورونه يې ویجاړ کړي او د غزې د اوسېدونکو خوراکي مواد، اوبه، درمل او برښنا یې پرې کړې ده. قاضي القضات څرګنده کړې، چې د اسرائيلو دغه عمل ظالمانه او له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده. هغه له اسلامي هېوادونو هم غوښتي، چې له فلسطينيانو سره مرسته وکړي او په دې الهي ازموينه کې بې تفاوته پاتې نهشي.
































