د اروزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د سړک غاړي ماین چاودنې له امله د دریېو قومندانانو په ګډون اووه امنیتي سرتېري وژلي شوي دي. د ارزګان د والي ویاند زړګی عبادي وايي، دا پېښه په خاص ارزګان ولسوالي کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان دادګل، د سیمه ییزو پولیسو او دغه راز د ملي اردو د یو قومندان ترڅنګ څور امنیتي سرتېري وژل شوي دي. تر اوسه د پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































