ازبکستان ته د سرپرست حکومت د پلاوي سفر سره هممهاله، د سرپرست حکومت مسوولین وايي، دغه پلاوی به ازبکستاني چارواکو سره پر بېلابېلو برخو خبرې او هوکړې وکړي. د مسوولینو په وینا، دغه سفر به د پانګونو جذب، د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د ټرانزیت په برخه کې د ستونزو د حل او د افغان ـ ترانس د اوسپنې پټلۍ د چارو پیلولو لپاره د بهرنۍ پانګونې پر جلبولو ورټول وي. د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي، افغان پلاوی به هڅه وکړي چې د ازبکستان پانګوال د افغانستان کانونو کې پانګونې ته وهڅوي. په ورته وخت کې د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولین وايي، د دغه وزارت یو پلاوی تېره ورځ لوژیستیکي او ترانسپورتي نندارتون کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی دی.
































