د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ شنیز درې اړوند سیمه کې پرون مازدیګر د یوه کرولا او موټرسایکل د ټکر له امله یو ماشوم مړ او بل ټپي شوي دی. د دغه ولایت امنیتي مسوولینو ویلي، چې د یادې پېښې ټپي ماشوم پر وخت روغتون ته رسول شوی خو د نوموړي حالت د اندېښنې وړ دی. د یادې پښې د رامنځته کېدو لام بي احتیاطي ښودل شوې ده.
































