د ننګرهار د کانال شرکت مسوولین وایي، چې سږ کال د دې ولایت د مالټو حاصلات د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیات شوي دي. د ننګرهار کانال شرکت رییس غلام الرحمن کظیم وایي، چې د ننګرهار کانال شرکت په زرګونه جریبه ځمکه د مالټې بڼونه شتون لري، چې سږ کال یې د حاصلاتو کچه د پام وړ زیاته شوې ده. کظیم د دې ولایت د مالټو د ډېرښت لاملونه د نوي بڼونو حاصل ته رسېدل یاده وي. نوموړي زیاته کړه، چې د ننګرهار کانال شرکت د مالټې سږني حاصلات به ۳۰۰۰ مټریک ټنو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې تېرکال د دغه ولایت د مالټو حاصلات ۲ زره مټریک ټنه ښودل شوي و.
































