د لغمان سیمه ییز مسوولین په دغه ولایت کې د نږدې ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو سړو خونو د بیا رغولو خبر ورکوي. د لغمان والي زین العابدین عابد وايي، چې د دغه ولایت مرکز مهترلام او الینګار ولسوالۍ کې درې سړې خونې د ۳۵ میلیونه ۹۶۷ زره ۹۵۹ افغانیو په لګښت بیا رغول کېږي، چې چارې به یې په ۴ میاشتو کې بشپړې شي. په ورته وخت کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد ولي محسن وویل چې د سړو خونو د بیا رغولو اړوند بودجه ټاکل شوې، چې له مخې به یې لغمان کې درې سړې خونې چې پخوا جوړې شوې وې بیا ورغول شي او بزګرانو ته به د کرنیزو محصولاتو د ساتنې ښه زمینه برابره شي.
































