لوګر کې د څه باندې دوه میلیونو افغانیو په لګښت د ۵ شنو خونو او د لس جریبه سوداګریز باغ د جوړولو چارې پیل شوې. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس سيد امين هاشمي وويل چې دغه پنځه شنې خونې او د دغه ولايت په مرکز بره کي برک، څرخ او ازرې ولسواليو کې په ۱۰ جريبه سوداګریز باغونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له بودجې څخه جوړېږي، چې اصلي موخه یې د کرنې میکانیزه، د بزګرانو لپاره د کاري چاپیریال رامنځته کول او په سړه هوا کې تازه سبزیجاتو ته د خلکو لاسرسی دی. همدارنګه د کرنې رییس زیاته کړه، چې هر شنه خونه په ۲۰۰ متر مربع ځمکه کې جوړېږي او د جوړېدو چارې به یې په ۷۰ کاري ورځو کې بشپړې شي.
































