د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امریکا کې د کرونا وبا د مثبتو پېښو شمېر زیاتوالي ته په اشارې ویلي چې په هېواد کې د کرونا له امله وضعیت نور هم خرابېدلی شي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د کرونا وبا په اړه خبري کنفرانس ته په تونده لهجه ویلي چې امریکا کې د کرونا وبا د مثبتو پېښو شمېر په زیاتېدو دی او که خلک له ماسک څخه استفاده ونکړي نو وضعیت تر دې هم خرابېدلی شي. ټرمپ چې مخکې یې ماسک نه اغوست اوس یې خپله نورو ته سپارښتنه کوي او وایي، له کرونا وبا څخه د مخنیوي روغتیایي سپارښتنې باید په جدي توګه عملي شي.
































