د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميسارۍ له پاکستان يو ځل بيا غوښتي، چې د کډوالو د ايستلو پرېکړه بېرته واخلي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کميسارۍ مشر ویلي، چې افغانستان دمګړۍ له يوه بشري بحران سره مخ دی او په ژمي کې به وضعيت نور هم خراب شي. نوموړي زياته کړې، ډېر هغه افغانان چې مجبور دي له پاکستان څخه ووځي، له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. ده ويلي، نوموړي پر پاکستان غږ کړی، چې خپل پخواني دود ته دوام ورکړي او د اړمنو افغانانو ساتل تضمين کړي. د پاکستان حکومت ناقانونه افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته زرګونه کډوال په زور له دغه هېواد افغانستان ته را شړلي دي.
































