په غزه کې د روغتیا وزارت وایي، چې د اسراییل د روانو بریدونو په پایله کې د وژل شوو فلسطینیانو شمېر له ۱۰زره تنو واوښت. دې وزارت ويلي، چې په غزه کې ۱۰۰۲۲ کسان وژل شوي، او زرګونه نور ټپيان دي. اسرائیل پر غزې د اکتوبر له اوومې وروسته له هغې بریدونه پیل کړل چې حماس د اسرائیل پرجنوبي ښارګوټو د پراخو بریدونو په ترڅ کې ۱۴۰۰ اسراییلیان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ یې له ځان سره غزې ته یووړل.
































