ایټالیا غواړي د هغو کډوالو لپاره چې د سمندر له لارې د دې هېواد سواحلو ته رسېږي، په البانیا کې مرکزونه جوړ کړي. د ایټالیا صدراعظمې ویليي، چې دا مرکزونه به د راروان ۲۰۲۴ کال په پسرلي کې پرانیستل شي او د شاوخوا درې زره کډوالو د ساتنې ظرفیت به ولري. دا په داسې حال کې ده چې په تېر یوه کال کې دې هېواد ته د رسېدلو کډوالو شمېر تقریباً دوه چنده شوی دی.
































