د فراه د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت ۵ نويو روغتيايې مرکزونو ته د طبي وسايلو د وېش لړۍ پيل شوې ده. د یاد ولایت د عامې روغتيا ریيس احسان الله شاکر وايي، چې د دغه ولایت د پرچمن ولسوالۍ اړوند زمين دين، دوخاري، تيليکامن، رباط ترکان او اسفنج سيمو کې د MOVE موسسې په مالي ملاتړ پنځه نويو روغتیايي مرکزونو ته د۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو د وېش لړۍ پيل شوې ده.
































