تورخم کې د راستانه شوو افغانانو د لېږد لپاره ۷۰۰ دولتي او د خصوصي سکټور موټر د لېږد بهیر پر مخ بیایي. د حکومت د رسنیو مرکز پر تويټرپاڼه لیکلي، چې په تېرو څو ورځو کې یې د تورخم له پنډغالو څخه د هېواد نورو ولایتونو او ولسوالیو ته زرګونه کورنۍ او خلک لېږدولي دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان هېواد زرګونه افغان کډوال له دغه هېواده افغانستان ته راشړلي دي.
































