د سوریایي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په الحسکه سیمه کې د امریکایي ځواکونو یو ټانک چپه شوی دی چې په پایله کې یې یو سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپیان دي. راپورونه وایي، تر اوسه څرګنده نه ده چې د ټانک د چپه کېدو لامل څه و. په ورته وخت کې امریکایي ځواکونو هم په سوریه کې د خپل یو سرتېري وژل کېدل تایید کړي او له ډېرو جزیاتو پرته یې ویلي چې دا سرتېری په یوه غیر نظامي پېښه کې وژل شوی دی.
































