د استراليا د کرکټ لوبغاړي، سټيف سمېت، ويلي چې په نړېوال جام کې له افغانستان سره د دوی د ټيم د لوبېدو په اړه تصمیم نیول ېې له صلاحیته پورته خبره ده. افغان لوبغاړي نوين الحق ويلي استرالیا به دا ځل له افغان ټیم سره څه کوي. افغانستان او استرالیا په هندوستان کې د کرکټ پنځوس اوریز روان نړېوال جام په ترڅ کې نن په ممبۍ کې له یو بل سره مخ کیږي. تر دې لوبې دمخه د افغانستان د کرکټ تېز توپ اچونکي، نوين الحق، دغې مسئلې ته په اشارې وويل چې اوس به وکتل شي چې استرالیا له افغانستان سره د لوبې په اړه څه تصمیم نیسي. نوین الحق پر انستاګرام لیکلي: د دوه اړخیزو لوبو لړۍ په لغوه کولو به اوس دا په زړه پوري وي چې وکتل شي د استراليا کریکټ پر معيارونو او بشري حقونو دريږي او که دوه پاينټونه غواړي.
































