د کړکېچ نړیواله ډله وایي، د طالبانو او امریکایي لوري ترمنځ د دوحې هوکړې تر لاسلیک وروسته تمه وه د سولې بین الافغاني مذاکرات هم ژر پیل شي خو د یادې هوکړې تر لاسلیک څلور میاشتې وروسته هم دا دی په دې برخه کې اغېزناک ګامونه نه دي پورته شوي. یادې ادارې زیاته کړې، د سولې پروسه په بشپړ ډول د ځنډېدو او یا ماتېدو له ګواښ سره مخ ده او دا وېره موجوده ده چې ښایي د وخت په تېرېدو د دواړو لوریو اراده هم ضعیفه شي. د یادونې ده، په دې وروستیو کې د سولې پروسه له خنډونو سره مخ ده چې حکومت طالبان او طالبان بیا حکومت د دې پروسې پر وړاندې د خنډونو پر ایجادولو تورنوي.
































