د پکتيا ولایتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ له لارې له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره یې چمتووالی نیولی او لومړنۍ اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي. که څه هم د ډنډپټان د خرلاڅي دروازې له لارې تراوسه د کډوالو د راستنېدو بهير ندی پيل شوی، خو د مسوولینو په وینا، دې ولسوالۍ کې یې د کډوالو لپاره لومړنۍ اسانتياوې چمتو کړې دي. د يادو اسانتياو برابرولو لپاره د پکتيا ولايتي ادارې يوه کميټه ټاکلې چې په ډنډپټان ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د لومړنيو اسانتياوو برابرولو چارې یې پرون پيل کړې. د پکتيا د امنيه قومندان محمدعمر مخلص چې د يادې کمېټې مشري يې پر غاړه ده، ویلي چې پاکستاني لوري ته د دوو قومونو ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو سره هممهاله به پر یاده لاره د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر پیل شي.
































