د کابل په دشت برچي سیمه کې د تېرې ورځې چاودنې له امله اووه تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰ تنه ټپیان شوي دي. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند ويلي، چې د دشتې برچې په سیمه کې د ملکي خلکو د سورلۍ په یوه کاسټر ډوله موټر کې چاودنه شوې چې ۷ تنه يې وژلي او ۲۰ نور يې ټپيان کړي دي. د هغه په وینا، سیمې ته امنیتي پلټونکي ټیمونه رسیدلي او نور جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک شي. تر اوسه د دې چاودنې مسولیت چا په غاړه نه دی .اخیستی
































