متحده عربي اماراتو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو له وزارت سره د ۲۰زرو خیمو مرسته وکړه. دغه مرسته شوې خيمې د کابل هوايي ډګر ته رارسېدلي، او په پام کې ده، چې په تورخم او سپین بولدک کې پر هغو کډوالو وویشل شي، چې په جبري توګه له پاکستان څخه راشړل شوي دي. په ورته مهال دغه وزارت بيا له ټولو هېوادونو غوښتي، چې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو سره لا زیاتې مرستې وکړي.
































