د ملګروملتونو د بشري حقونو لوی کمیشنر وولکر تورک تېره ورځ په قاهره کې و او نن به د مصر او غزې ترمنځ سرحدي سیمې رفح ته ولاړ شي. هغه به پر اسراییل د حماس له برید وروسته د غزې د روان وضعیت او په ټوله کې په تېرو ۵۶ کلونو کې د فلسطیني قلمرو د اشغال پر اړوندو مسایلو خبرې وکړي. نوموړي له دې وړاندې ويلي و، چې په غزه کې د روان ناورین او د خلکو د مصیبتونو، د وینو د بهولو، وراني، تشدد او ناخوالو یوه میاشت په پوره کېدو ده او د دې وضعیت د ختمولو لپاره د بشري حقونو معیارونه مهم رول لري.
































