د ترکيې حکومت اعلان کړی، چې د افغانستان د هرات ولایت زلزله ځپلو ته به نوره بشري مرستې ولېږي. د ترکیې له طبیعي او بېړنیو پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې تراوسه پورې یې د افغانستان زلزله ځپلو ته ۳۹ ټنه کمپلې، ۸۵ ټنه خیمې، ۴۰ ټنه د نظافت وسایل، ۳۳ ټنه جامې، ۱۵ ټنه جنرېټرونه، ۲۴۰ ټنه خوراکي مواد او شاوخوا ۴۵۰ ټنه نور وسایل لېږلي دي. د هرات ولایت د تېرې میاشتې په پر له پسې زلزلو کې شاوخوا ۲۵۰۰ تنه مړه شول.
































