د ملګرو ملتونو سرمنشي سریلانکایی اندریکا راټواټ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د مرستیال په توګه ټاکلی دی. دې سازمان پر خپله ویبپاڼه دا خبر ورکړی او ویلي یې دي چې راټواټ د رامز الاکبروف پرځای پر دې دنده ګومارل شوی او په عین حال کې به د ملګرو ملتونو چارې تنظیموي. اېنډرېکا راټواټ د سرلنکا دی او له دې مخکې یې په فلسطین، پاکستان، چین، تانزانیا، تایلنډ او کوریشیا کې د ملګرو ملتونو په استازولۍ دندې ترسره کړي دي.
































