کابل کې يو شمېر صنعت کاران وايي، چې له پاکستان څخه په زوره د راشړل شوو کډوالو څخه يې ۴۰ زره کسانو ته د کار زمينه برابروي. دوی تېره ورځ په يوه ګډه ناسته کې وويل، چې د دوی لپاره به په ۴زره شرکتونو کې د کار زمينه برابره کړي. دوی دغه راز له حکومته وغوښتل چې د دغو کډوالو له ظرفيتونو دې ګټه واخلي. دوی دغه راز له پاکستانه هم وغوښتل چې له افغان کډوالو سره انساني چلند وکړي.
































