د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د ورېښمو له لارې څه باندې ۳۵ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس عبدالله ریاض وايي چې د لړم میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې ۳۵ زره ۵۸۴ افغانان له ایران څخه د نیمروز ولایت د ورېښمو پُل له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې له ۳ زره ۵۰۵ بې وزلو کسانو سره د همدې ادارې په همغږۍ د کډوالو د نړيوال سازمان له خوا خوراکي او نغدي مرستې هم وشوې.
































