د لغمان امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مشاله سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لغمان امنیې قوماندانۍ ویلي، چې دغه پېښه د کابل – جلال آباد پر لویه لاره د لغمان په مشاله سیمه کې د یوه ټکسي او خاورو موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یو تن وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي. د پېښې ځای ته د ترافیکو مدیریت مسوولین پر وخت رسېدلي او د پېښې ټپیان یې ولایتي روغتون ته لېږدولي چې د ټپېانو روغتیايي حالت ښه بلل شوی دی.
































