د هرات د ښاروالۍ ریاست مسوولین د دغه ولایت په مرکز کې د ۳۱ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه سړک د کانکرېټ کولو د چارو د پیل خبر ورکړی دی. د هرات ښاروال عبدالرازق راشد ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز له محله قندهاري تر زاړه ګنج سیمې پورې د ۹۳۹.۵ مترو په اوږدوالي د سړک د شمالي او سویلي برخو د کانګرېټ کولو چارې پیل شوې دي. هغه زیاته کړه، چې یاده پروژه د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.
































