د نیمروز د ګمرک مسوولین د دغه ګمرک له لارې ایران هېواد ته د ۷ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د ګمرک مسوولینو ویلي، چې په یاد بندر کې ۷ ټانکره بې کیفیته تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي. د یاد ګمرک مسوولینو له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.
































