د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په یاد هېواد کې د افغانستان د سفارت له مسوولینو سره د کتنې پر مهال وویل چې افغانستان هغه وخت په پښو درېدلی شي، چې حکومت د ملت خدمت وکړي او ملت له حکومت سره اوږه په اوږه په ټولو چارو کې همکاري وکړي. نوموړي د دغه لیدنې پر مهال ویلي، چې د تېرو ۴۰ کلونو پر مهال افغانان په بهرنیو هېوادونو کې له ډېرو ستونزو سره مخ وو، ژوند یې سخت او ستونزو ته یې په وخت او ښه ډول رسېدنه نه کېده، خو نن په افغانستان کې یو داسې نظام واک ته رسېدلی، چې هغه په رښتینې مانا د ولس خدمت کوي او په دغه برخه کې خپلو مسوولیتونو ته په ښه ډول متوجه دی. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، چې د افغان ولس هوساینه او رضایت يې یوازېنۍ هیله ده او هر مسوول کس باید ډېره هڅه وکړي، چې د هېوادوالو ستونزو ته په وخت او ښه ډول رسېدنه وشي.
































