د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار وایي چې نن دغه ولایت ته د المان، سویډن او آسپانیا ۲۰ سېلانیان ورغلي دي. سیلانیانو ویلي، هغه څه چې په بهرنیو رسنیو کې د افغانستان په هکله خپرېږي ناسم او دوی به د افغانستان اصلي انځور نړېوالو ته وړاندې کړي. په روان کال کې تر دې دمه ۲۵۰ بهرنیو سیلانیانو غزني ته سفر کړی دی.
































