د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس بلخ کې د اوزبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له لوی رییس نرزلوف زفر غیاسویچ سره لیدلي. په دغه ليدنه کې نوموړي له اوزبيکستاني لوري غوښتي، چې د حیرتان ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د زیانمنو شویو برخو بیارغونه وکړي. په ورته مهال اوزبیکستاني لوري هم ژمنه کړې، چې یادې برخې به په ښه کیفیت او لنډ وخت کې په مناسب قیمت سره بیا ورغوي.
































