د کډوالو چارو مسوولين وایي، په تېرو څلورو ورځو کې د اسلام کلا بندر له لارې له ایرانه نږدې ۱۴۵۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. په اسلام کلا بندر کې د کډوالو د چارو سرحدي امر ویلي، هره ورځ له درې زرو تر څلور نیم زرو پورې افغانان د ایران له لوري راستنېږي. هغه ويلي، تېرې مياشتې ته په کتو سره له ايران د راتلونکو کډوالو شمېره دوه برابره ډېر شوی دی. دغه راز په ايران کې افغان کډوال هم وايي، چې هلته د ځایي اوسېدونکو او پولیسو له خوا پرې فشارونه زیات شوي او د کار اجازه هم نه ورکول کېږي.
































