د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مارسودي د اسلامي همکاریو د سازمان له غړو هېوادونو غوښتي، چې له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکړي. مېرمن مرسودي د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي همکاریو د سازمان په جوړه شوې غونډه کې د هغو اقتصادي، فرهنګي او سیاسي خنډونو پر لرې کولو ټینګار وکړ چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو اغېز کوي. نوموړې ويلي، چې د ښځو او نجونو لپاره د زده کړو او نورو برخو برابرول به په افغانستان کې وضعیت ښه کړي.
































