د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي، د نړۍوالو له لوري د افغانستان د سرپرست حکومت په رسميت پېژندلو کې تر ټولو لوی خنډ امریکا ده. نوموړي له يوه خصوصي ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي، چې امریکا نه نورو هېوادونو ته په دې برخه کې د عمل اجازه ورکوي او نه خپله دغه کار ته رامخته کيږي. هغه زیاته کړې، امریکا اوس هم په ټوله نړۍ کې سیاسي، اقتصادي، پوځي او کلتوري نفوذ لري او نړۍ له امریکا پرته د افغانستان په اړه خپلواکه پالیسي نه شي غوره کولای. دی وايي، د افغانستان حکومت ټول شموله دی او له سیمې او نړۍ یې غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. د هغه په وينا، حکومت هڅه کوي، چې ټول قومونه په خپل جوړښت کې برخه واخلي او له نړۍ غوښتنه کوي، چې افغانستان ته د حکومتولۍ بديلې نسخې وړاندې نه کړي.































