کندهار کې یو شمېر خصوصي پوهنتونونو له پاکستانه په زور راشړل شوو کډوالو ته د ۴۰۰ وړيا تحصيلي بورسونو ورکولو اعلان وکړ. د کډوالو چارو وزارت پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چې په کندهار کې د سبا، لمر، ملالی او بېنوا په نوم څلورو خصوصي پوهنتونونو د کډوالو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د دغو وړيا بورسونو د ورکولو خبر ورکړ. دغه راز د هلمند بست پوهنتون بيا کډوالو ته په ۸۰ سلنه تخفيف سره زده کړو برابرولو ژمنه کړې. په ورته مهال د کډوالو چارو وزارت سرپرست بيا ويلي، چې علمي بنسټونه باید په داسې ډول جوړ شي، چې نور محصلین بهر ته د تګ اړتیا نه لري او زموږ ځوانان باید د یوه ځانګړي مسلک ترڅنګ د هېواد پالنې په روحیه وروزل شي.
































