د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې له ارغندۍ سبسټیشن څخه د میدان وردګ ولایت تر سيد اباد ولسوالۍ پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد مزي پروژه پرانیستل شوه. ياد وزارت په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې دغه پروژه د ياد وزارت د سرپرست او يو شمېر نورو چارواکو په شتون کې پرانستل شوه. د پرانستې په دې مراسمو کې د اوبو او انرژۍ سرپرست ويلي، ټاکل شوې چې د برېښنا لېږد دغه مزی به غزني او نورو ولايتونو ته هم وغځول شي. د یادونې وړده، چې له دغې پروژې څخه د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالي اوسیدونکي ګټه پورته کوي او د هغوي د بې برېښنایې ستونزې به هوارې شي.
































