د ټولګټو چارو وزارت له هېوادوالو غوښتي، چې د ترافيکي پېښو څخه د مخنيوي په موخه دې په لويو لارو د موټر چلولو پرمهال له مبايلونو استفاده نه کوي. دغه وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د ارزونې دراپور پر بنسټ، پر لوي لارو د د ترافيکي پېښو يو عمده دليل د موټرچلوونکو له مبايله استفاده ده. ياد وزارت وايي، چې اوس مهال په ډېری لویو لارو کې د بيارغونې چارې رواني او ځای پر ځای د کار لوحې لېږېدلي، که چېرې موټرچلوونکي پام ونه کړي، بدې ترافيکې به رامنځته شي. دغه وزارت ويلي، چې هر هغه څوک چې له دې پرېکړې سړغونه کوي، اړوندو امنيتي ارګانونو ته به وسپارل شي.
































