د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي ریيس او د میدان وردګو ولایت د ځايي مسولینو له لوري په چک ولسوالۍ کې د برېښنا تولیدي فابریکې د رغولو چارې پیل شوې. د اوبو او برېښنا وزارت وايي، چې د یادې پروژې پلي کولو ته ۱۶۴ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي او په راتلونکي کې به ۲۵۰ میلیونه نورې هم منظورې شي. د یاد وزارت په وینا؛ د دې پروژې چارې به د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې او د ۳.۹ مېګاواټه برېښنا د تولید زمینه برابره کړي
































