په تيرو نهو ورځو کې د کندهار د سپين بولدک له لارې، ۵۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار سیمه ییز مسوولین ډاډ ورکوي چې راستنو شویو کډوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه به خپلې شته هلې ځلې لا ګړندۍ کړي. راستانه شوي کډوال بیا له دوی سره د پاکستاني پوځیانو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي. دوی وایي چې پاکستاني پوځیانو د دوی د ځورونې او وهلو او ټکولو سربیره، د دوی توکي هم ترې اخیستي دي. د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر پیلیدو سره، دغه ولایت کې ځینو سوداګرو له کډوالو سره د مرستې بهیر هم پیل کړی دی. د کندهار د سیمه ییزو مسوولینو په خبره، هغه شمېر راستانه شوي کډوال چې سرپناه نه لري، ورته په لنډمهالي پنډغالي کې ځای ورکول کیږي او سرپناه لرونکو کډوالو سره خپلو سیمو ته د ستنېدو په برخه کې مرسته کوي.
































