د فراه ولايت د مرکز اړوند په زورياکلي کې د نهه میلیونه افغانیو په مالي لګښت د اوبو رسولو د يوې شبکې کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارله شوه. د فراه د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس محمد نسیم سرهنګ وايي، چې د اوبو دغه شبکه د یونیسف په مالي ملاتړ د لسو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د سرچینې د معلوماتو له مخې د اوبو د یادې شبکې په جوړېدو سره ۳۸۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.
































