کندهار کې یو شمېر سوداګر وايي، د افغان سوداګرو زرګونه په توکو بار کانټینرونه، له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې پاکستان کې په ناقانونه ډول ګرځول شوي او هره ورځ ورباندې سلګونه زره ډالر مالیه راځي. د کندهار سوداګرۍ خونې د چارواکو په وینا، دا موضوع له پاکستاني چارواکو سره څو ځلې شریکه شوې، خو هغوی یې په تړاو څه نه دي کړي. د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وايي، چې له پنځو تر پنځه نیمو زرو پورې کانټینرونه د پاکستان بندري ښار کراچۍ په ګمرکونو کې ایسار پاتې دي. د بینا په وینا دوی له پاکستاني اړوند چارواکو سره په اړیکه کې دي، خو تر اوسه د دې سوداګریزو مالونو د ایسارولو په تړاو څرګند دلیل نه دی وړاندې شوی او نه هم په اپټا نومي سوداګریز تړون کې داسې کومه قانوني ماده شته چې له مخې یې مالونه وګرځول شي، محصولات پرې ډېر شي او یا هم ټیکس او تضمین پرې واخیستل شي.
































