د زابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۴۰۰زره امریکایي ډالرو په لګښت ۴۶ ښوونځيو ته احاطوي دېوالونه جوړ شوي. د زابل ولایتي چارواکي وايي، دغه احاطوي دیوالونه د یونیسف ادارې په مالي او د کندهار د بیارغونې موسسې په تخنیکي همکارۍ، د تېرو ۹ میاشتو په موده کې د نږدې ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوي دي. د زابل د پوهنې ریاست مسوولین وايي، یاد احاطوي دېوالونه په معیاري او اساسي ډول رغول شوي دي. د زابل د پوهنې رییس ګل ولي متقي وايي، چې یاد احاطوي دېوالونه د زابل د مرکز کلات په ګډون په ټولو ولسوالیو کې جوړ شوي، چې په خبره یې د دغه احاطوي دېوالونو په جوړېدو سره نږدې ۱۶ زره زده کوونکو ته خوندي چاپریال رامنځته شوی دی.
































