زابل کې د یوې موسسې له لوري د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو د ۳۳۵ سترګو ناروغانو د وړیا درملنې لړۍ پیل شوه. دغه لړۍ چې نن پیل شوه، تر راتلونکې یوې میاشت به دوام وکړي. په دې موده کې به د سترګو ۲۰۷۱ ناروغان وکتل شي چې له ډلې به یې ۳۳۵ کسانو ته د سترګو وړیا عملیاتونه هم وشي. دغه ولایت کې د «OPHCD» موسسې ولایتي مسوول سمېعالله دانش وايي چې دغه لړۍ به یوه میاشت دوام وکړي. له دې وړاندې هم د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې د سترګو ناروغانو وړیا درملنه شوې ده. یاده دې وي، چې تېر کال هلمند کې هم د سترګو د څه باندې ۴۰۰۰ ناروغانو درملنه وشوه چې له ډلې یې د ۲۱۰ هغو یې د سترګو عملیات شوې دي.
































