ملګري ملتونه وایي ښکېلې ډلې دې راتلونکې اونۍ په افغانستان کې جګړه ودروي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما وایي چې دلته روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی. د یونما مشرې دبورا لاینس په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي د افغان حکومت او طالبانو په بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او هره ورځ دغه جګړه خونړۍ کېږي نو ددې اړتیا ده چې جګړه پای ته ورسول شي او دواړه لوري د بین الافغاني خبرو لپاره دې تیاری ونیول شي. دبورا وایي ښکېلې خواوې دې په راتلونکې اونۍ کې د اختر په مناسبت جګړه ودروي، ټاکل شوی شمېر بندیان دې ازاد کړل شي او ورپسې جوخت دې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي. ملګرو ملتونو هیله ښودلې چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پایله ولري او په دې توګه دلته د روانې خونړۍ او وحشتناکې جګړې د درېدو سبب شي.
































